ثابته کرښه (ډیجیټل ټیلیفون) د افغان ټیلی کام شرکت ځانګړی محصول دی چې د اړیکو او انټرنیټي چوپړتیاوو لپاره کارول کیږي. دا محصول خپلې چوپړتیاوې د یوې ډیجیټل شمیرې او د ټیلیفون د یوې دستګاه له لارې وړاندې کوي؛ د نورو مخابراتي شبکو په پرتله د ثابتې کرښې (ډیجیټل ټیلیفون) ګټې او غوره والي په لاندې ډول دي:

 
۱. ثابته کرښه (ډیجیټل ټیلیفون) خپل سیګنال له لاین (سیم) څخه ترلاسه کوي، ځکه نو د اړیکې پرمهال هیڅکله نه پرې کیږي.
۲. ثابته کرښه (ډیجیټل ټیلیفون) په هر ځای کې کارول کیدی شي، حتی تر ځمکې لاندې (تکاوۍ) کې هم چوپړتیاوې وړاندې کوي.
۳. د ثابتې کرښې (ډیجیټل ټیلیفون) د اړیکو لګښتونه خورا ټیټ دي.
۴. ثابته کرښه (ډیجیټل ټیلیفون) د دفتر او کور لپاره یو ارزښت دی.
۵. ثابته کرښه (ډیجیټل ټیلیفون) د روغتیا له پلوه خوندي او تضمین شوې ده.
۶. ثابته کرښه (ډیجیټل ټیلیفون) په ټیټ لګښت سره نامحدود میاشتنی انټرنیټ چمتو کوي.
۷. د ثابتې کرښې (ډیجیټل ټیلیفون) دستګاه د چالانیدو لپاره بریښنا (برق) ته اړتیا نلري.
۸. ثابته کرښه (ډیجیټل ټیلیفون) په ۲۴/۷ توګه د IVR سیسټم (غږیزو چوپړتیاوو) سره سمبال ده او ټول پیرودونکي کولی شي د IVR سیسټم له لارې په اسانۍ سره د پیرودونکو د ملاتړ مرکز ته لاسرسی ومومي.
۹. ثابته کرښه (ډیجیټل ټیلیفون) د پیرودونکو د اړتیا سره سم په اسانۍ سره هر ځای ته د لیږدولو وړ ده.
۱۰. ثابته کرښه (ډیجیټل ټیلیفون) د IMS ټیکنالوژي فعاله کړې ده چې له لارې یې پیرودونکي کولی شي د IMS وسایلو په واسطه ویډیویي اړیکې ټینګې کړي. دا چوپړتیاوې یوازې له افغان ټیلی کام سره شونې دي.
۱۱. د نورو معلوماتو لپاره ۳۳۳ یا ۳۳۳۰۳۳۳-۰۲۰ ته زنګ ووهئ.