د افغان ټیلیکام مدیره هیئت په ښکاره توګه د پام وړ پایلې وړاندې کوي، ځکه چې دا په جګړه ځپلي هیواد کې د بدلون، د خدمتونو د ارزښت د ښهوالي او د شبکې د ظرفیت د دوامداره پراختیا په لور خپل سفر ته دوام ورکوي، ترڅو ډیر خلک وکولی شي مخابراتي خدمتونو او د پیرودونکو د خدمتونو له ښهوالي څخه ګټه پورته کړي.
نور ولولئافغان ټیلی کام په افغانستان کې یو بشپړ دولتي مخابراتي شرکت دی چې لاندې انټرنیټي چوپړتیاوې وړاندې کوي.
نوري فایبر د ټیلیفون سیګنالونو، انټرنیټي اړیکو او د کیبلي ټلویزیون سیګنالونو د لیږد لپاره کارول کیږي، چې د نوري فایبر د اړیکو په مرسته یې د انټرنیټ سرعت په هره ثانیه کې له ۱۰۰ پیتابیټ/کيلومتر څخه زیات کړی دی.
پر آیپي باندې ولاړې ملټي میډیا چوپړتیاوې (IMS) د UMTS د ځانګړتیاوو یوه برخه ده چې په اصلي شبکه (Core Network) او د راډیو لاسرسي شبکه کې د IP لیږد چمتو کوي؛ دا ټیکنالوژي د ډیټا، غږ او د موبایل شبکې د ټیکنالوژۍ یوځای کیدل رامنځته کوي.
عامه ټیلیفون (Pay Phone) د افغان ټیلی کام ځانګړی محصول دی چې په عامه ځایونو، علمي مرکزونو او سوداګریزو مارکیټونو کې ځای پر ځای شوی ترڅو د عامه ټیلیفون د مخکې تادیې (Prepaid) کارتونو له لارې په خورا ارزانه بیه د کورنیو او نړیوالو اړیکو زمینه برابره کړي.
سرویس یا چوپړتیا E1 د ډیجیټل لیږد لپاره اروپایی فارمیټ دی چې د ITU لخوا تعریف شوی، د E1 چوپړتیاوې د PABX سیسټم لپاره کارول کیږي چې په دفترونو کې د ننه او بهر د اړیکو نیولو وړتیا لري.
ټیکنالوژي DSL هغې ډلې ټیکنالوژیو ته ویل کیږي چې د پیرودونکي د ځای او د مخابراتي شرکت د مرکزي دفتر ترمنځ د ټیلیفون پر شته مسي سیمونو باندې د لا زیات انټرنیټي بینډویډت د ترلاسه کولو لپاره کارول کیږي.