د افغان ټیلي کام شرکت پېژندنه

د افغان ټیلي‌کام امارتي مخابراتي شرکت د ۲۰۰۵ کال د سپټمبر په ۲۴مه نېټه تأسیس شوی دی. دا شرکت د امارتي شرکتونو په چوکاټ کې د یوه خدماتي او عایداتي بنسټ په توګه د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې فعالیت کوي. دغه خدمتونه د سیم‌لرونکو او بېسیمو ټکنالوژیو له لارې وړاندې کېږي چې پکې فایبر نوري، FTTX، فکسډ لاین، DSL، ثابتې بېسیمې ټکنالوژۍ، سپوږمکۍ، 2G, 3G او 4Gشامل دي.

افغان ټیلي‌کام تر اوسه شاوخوا ۷۰۰۰ کیلومتره د فایبر نوري زیربنا غځولې ده چې په افغانستان کې د فایبر نوري تر ټولو پراخه زیربنا ګڼل کېږي. همدارنګه، دا شرکت د سلام شبکې ۱۳۰۰ سایټونه لري. د افغان ټیلي‌کام له لوري وړاندې کېدونکي خدمتونه د افغانستان د مخابراتي، انټرنېټي او زیربنايي خدمتونو په پراختیا کې مهم رول لري او د خصوصي مخابراتي شرکتونو ترڅنګ د مخابراتي خدمتونو له مهمو عرضه کوونکو څخه شمېرل کېږي.

دغه شرکت نږدې ۳۷۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول او زرګونو نورو کسانو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده