فایبر (FTTX) یوه پرمختللې ټکنالوژي ده چې د انټرنټ، تلیفوني خدماتو، امنیتي کامرو او تلویزیوني خپرونو د وړاندې کولو لپاره له فایبر نوري کیبلونو کار اخلي.
په دې ټکنالوژۍ کې، فایبر نوري کیبلونه مستقیم له خدماتو وړاندې کوونکو سرورونو څخه د کاروونکو ځای ته نښلول کېږي، چې له امله یې معلومات په چټک، باثباته او لوړ کیفیت سره لېږدول کېږي.
د فایبر نوري شبکه چې د نورو کیبلونو په پرتله د لوړ سرعت لرونکی او پراخه پیمانه (Bandwidth) لري او پرته له ځنډه معلومات انتقالوي، د افغانستان د مخابراتي زیربناوو تر ټولو سترې او ملي شبکې په توګه پېژندل شوې ده.
دې شبکې یو مناسب او پراخ بستر برابر کړی، چې د نوي عصر د مخابراتي خدماتو د چټک وړاندې کولو لپاره اساس جوړوي. له همدې امله، دا پروژه په وروستیو کلونو کې د افغانستان د مخابراتي سکتور د پراختیا یوه بریالۍ برخه ګڼل کېږي.
نن ورځ، د نوري فایبر شبکه نه یوازې د خلکو لپاره د بنسټیزو مخابراتي خدماتو سرچینه ده، بلکې د لاندې برخو لپاره هم یو مهم اساسي اسانتیابرابرونکی او محرک ځواک ګرځېدلی:
· تجارتي فعالیتونه او پانګوالي
· بانکداري او مالي خدمتونه
· سوداګري او خصوصي تشبثات
· ښوونه او روزنه
· روغتیايي خدمات
· کرنه او کلیوالي پراختیا
· د امارتي او خصوصي سکتور محصولاتو او خدماتو وړاندې کول
د دې شبکې له لارې، هېواد کولای شي د ملي عوایدو، اقتصادي ودې او د پوهې د سطحې لوړولو په برخو کې مهم پرمختګونه وکړي.
د FTTX مهمې ځانګړتیاوې
· ډېر لوړ سرعت – د HD، 4K/8K سټریمینګ او آنلاین کار لپاره
· لوړ ثبات – د هوا او واټن له اغېزو خوندي
· د څو وسایلو ملاتړ – د سمارټ ټلوېزیونونو، موبایلونو، کمپیوټرونو او نورو وسایلو لپاره قوي او ثابت اتصال برابروي.
· د راتلونکي لپاره چمتو – د زیاتېدونکو ډیجیټلي اړتیاوو پوره کولو وړتیا لري.
د FTTX ګټې:
· چټک سرعت – د 4K/8K سټریمینګ، ویډیويي کنفرانسونو او کلود (Cloud) کارونو لپاره بې ساری انتخاب.
· یو شان اپلوډ او ډاونلوډ سرعت – د محتوا جوړوونکو، یوټیوبرانو او له لرې کارکوونکو لپاره ډېر مناسب.
· با ثبات او باوري اړیکه – د سیګنال د کمزوري کېدو یا مداخلې احتمال خورا ټیټ دی.
· لوړه وړتیا (Scalability) – د راتلونکو ټکنالوژیو لکه سمارټ کورونو او IoT وسایلو ملاتړ کوي.
د چا لپاره مناسب دی؟
· د هغو کورنیو لپاره چې څو کاروونکي او سمارټ وسایل لري
· د دفترونو او وړو سوداګریزو مرکزونو لپاره
· د زده کوونکو او مسلکي کسانو لپاره چې آنلاین زدکړه یا کار کوي