د DSL (ډیجیټلي تلیفوني کرښې) له لارې انټرنټ

DSL (Digital Subscriber Line) یو ډول مخابراتي خدمات دي چې د ډیجیټل تلیفون کرښو له لارې پېرودونکو ته انټرنتي او غږیزې اړیکې وړاندې کوي. دا یو انحصاري خدمت دی چې تر ډېره په استوګنیزو، تجارتي سیمو، مارکیټونو او نورو اړونده ځایونو کې د انټرنټ اتصال لپاره کارول کېږي.

د DSL انټرنټ ځانګړتیاوې:

·       دا انټرنټي خدمتونه د محدودو او نامحدودو ارزانه کڅوړو (Packages)  په بڼه تنظیم شوي دي.

·       د بنسټیزې استفادې لپاره مناسب د وېبپاڼو لټون، ایمیل، او آنلاین زدکړو لپاره غوره انتخاب دی.

·       هر متقاضي کولای شي چې د خپلې اړتیا مطابق یوه مناسبه کڅوړه فعاله او وکاروي.

·       اسانه نصب د موجوده ټیلیفوني کرښو له لارې فعالېږي.

·       هممهاله کارونه انټرنټ او غږیز اړیکې یو وخت کارول کېدای شي

 

دا خدمتونه د شپږو قراردادي شرکتونو او افغان ټیلي کام له لوري، د کابل ښار او ۱۲ ولایتونو په هغو سیمو کې وړاندې کېږي چې فکس‌لاین شبکه پوښښ لري.

DSL  

·       له ټېلیفوني مرکز څخه تر کور پورې د مسو (Copper) کرښې کاروي.

·       د سرعت کچه یې له مرکز څخه د واټن په زیاتېدو سره کمیږي.

د DSL ګټې:

·       اقتصادي د نورو خدماتو په پرتله اکثره وخت ارزانه وي.

·       پراخ شتون هر هغه ځای کې فعالېږي چې ټېلیفوني کرښې موجودې وي.

·       نوېو مزو ته اړتیا نشته نصب یې چټک او اسانه دی.

د چا لپاره مناسب دی؟

·       د متوسطې استفادې کاروونکو ته ـــ لټون، ایمیل، ټولنیزې شبکې او آنلاین زدکړې

·       هغه کسان چې ارزانه انټرنټ غواړي

·       هغې سیمې چې تراوسه فایبر ته لاسرسی نلري