فایبر (FTTX: Fiber To The X)

فایبر (FTTX) یوه پرمختللې ټکنالوژي ده چې د انټرنټ، تلیفوني خدماتو، امنیتي کامرو او تلویزیوني خپرونو د وړاندې کولو لپاره له فایبر نوري کیبلونو څخه کار اخلي.

په دې ټکنالوژۍ کې، فایبر نوري کیبلونه مستقیم د خدمتونو وړاندې کوونکي له سرورونو څخه د کاروونکو تر ځایونو پورې نښلول کېږي، چې له امله یې معلومات په چټک، باثباته او لوړ کیفیت سره لېږدول کېږي.

د نوري فایبر له لارې انټرنټ

د فایبر نوري شبکه د نورو کیبلونو په پرتله لوړ سرعت او پراخ بانډوېډت (Bandwidth) لري او معلومات له ځنډ پرته لېږدوي. دا شبکه د افغانستان د مخابراتي زیربناوو تر ټولو ستره ملي شبکه ګڼل کېږي.

دې شبکې یو مناسب او پراخ بستر برابر کړی، چې د نوي عصر د مخابراتي خدمتونو د چټک وړاندې کولو لپاره بنسټ جوړوي. له همدې امله، دا پروژه په وروستیو کلونو کې د افغانستان د مخابراتي سکتور د پراختیا یوه بریالۍ برخه ګڼل کېږي.

نن ورځ، د نوري فایبر شبکه نه یوازې د خلکو لپاره د بنسټیزو مخابراتي خدمتونو سرچینه ده، بلکې د لاندې برخو لپاره هم یو مهم اسانتیا برابروونکی او محرک ځواک ګرځېدلی:

  • تجارتي فعالیتونه او پانګونه
  • بانکداري او مالي خدمتونه
  • سوداګري او خصوصي تشبثات
  • ښوونه او روزنه
  • روغتیايي خدمتونه
  • کرنه او کلیوالي پراختیا
  • د امارتي او خصوصي سکتور د محصولاتو او خدمتونو وړاندې کول

د دې شبکې له لارې، هېواد کولای شي د ملي عوایدو، اقتصادي ودې او د پوهې د کچې لوړولو په برخو کې مهم پرمختګونه وکړي.


د FTTX مهمې ځانګړتیاوې

  • ډېر لوړ سرعت: د HD، 4K/8K سټریمینګ او آنلاین کارونو لپاره مناسب دی.
  • لوړ ثبات: د هوا او واټن د اغېزو پر وړاندې خوندي او باثباته اتصال برابروي.
  • د څو وسایلو ملاتړ: د سمارټ ټلوېزیونونو، موبایلونو، کمپیوټرونو او نورو وسایلو لپاره قوي او ثابت اتصال برابروي.
  • د راتلونکي لپاره چمتو: د زیاتېدونکو ډیجیټلي اړتیاوو د پوره کولو وړتیا لري.

د FTTX ګټې

  • چټک سرعت: د 4K/8K سټریمینګ، ویډیويي کنفرانسونو او کلاوډ (Cloud) کارونو لپاره غوره انتخاب دی.
  • یو شان اپلوډ او ډاونلوډ سرعت: د محتوا جوړوونکو، یوټیوبرانو او له لرې کارکوونکو لپاره ډېر مناسب دی.
  • باثباته او باوري اړیکه: د سیګنال د کمزوري کېدو یا مداخلې احتمال پکې خورا ټیټ دی.
  • لوړه پراخېدونکې وړتیا (Scalability): د راتلونکو ټکنالوژیو، لکه سمارټ کورونو او IoT وسایلو، ملاتړ کوي.