د فکس‌لاین (Fixed Line) خدمتونه

فکس‌لاین خدمات د افغان ټیلي کام یو له لومړنیو، استثنايي او انحصاري خدماتو څخه شمېرل کېږي، چې دا مهال په ۱۳ ولایتونو (کابل، بلخ، هرات، ننگرهار، فراه، بغلان، کندز، تخار، غزني، پروان، هلمند، کندهار او خوست) کې فعال شوي دي.

دا خدمتونه د ځمکني او هوایي لین له لارې د پېرودونکو په ادرس کې نښلول کېږي، او دا له یوځای څخه بل ځای ته د انتقال وړ هم دي.

دا خدمتونه اکثرا لاندې ځایونه تر پوښښ لاندې راولي:

·       تجارتي سیمې

·       استوګنیزې ساحې

·       امارتي او خصوصي ادارې

مهمې ګټې یې عبارت دي له:

·       ثابت غږیز کیفیت؛ د قطع او وصلېدلو ستونزه نه لري

·       د نا محدود انټرنټ اسانه اتصال

·       د کور یا دفتر د اعتبار لوړونه

·       آسان او اقتصادي تلیفوني شمېره لرل

·       د آنتن، برېښنا یا سیګنال اړتیا نه لري

·       باور وړ او باثباته خدمت