د Hotspot انټرنټي خدمتونه
د افغان ټیليکام امارتي مخابراتي شرکت، د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او انټرنټ ته د اسانه لاسرسي د برابرولو په موخه، د Hotspot خدمتونه د بېسیمې ټکنالوژۍ (Wireless) له لارې په سوداګریزو مرکزونو، مارکېټونو، پارکونو، تفریحي سیمو او نورو عامه ځایونو کې وړاندې کوي.
د Hotspot خدمتونه پېرودونکو ته دا زمینه برابروي چې په تر پوښښ لاندې سیمو کې، د شخصي روټر اخیستلو او نصبولو ته له اړتیا پرته، د Wi-Fi شبکې له لارې انټرنټ ته وصل شي او د افغان ټیليکام له بېلابېلو انټرنټي کڅوړو څخه ګټه واخلي.
څنګه د Hotspot خدمتونه وکاروو؟
پېرودونکي کولای شي د افغان ټیليکام د Hotspot تر پوښښ لاندې سیمو کې، د موبایل، لپټاپ، ټابلیټ او نورو هغو وسایلو له لارې چې د Wi-Fi وړتیا لري، له شبکې سره وصل شي.
د افغان ټیليکام د یوې 020 ډیجیټلي شمېرې په ټاکلو او فعالولو سره، پېرودونکی کولای شي د خپلې اړتیا له مخې له شته انټرنټي کڅوړو او همدارنګه د افغان ټیليکام له مخابراتي او غږیزو خدمتونو څخه ګټه واخلي.
د Hotspot خدمتونو ګټې
- د Wi-Fi له لارې انټرنټ ته اسانه او چټک لاسرسی
- د شخصي روټر اخیستلو ته اړتیا نه لري
- د موبایل، لپټاپ او ټابلیټ له لارې د کارولو وړتیا
- د 020 ډیجیټلي شمېرې له لارې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی
- د سوداګریزو مرکزونو، مارکېټونو، پارکونو او عامه ځایونو لپاره مناسب
- په تر پوښښ لاندې سیمو کې د انټرنېټ د کارولو لپاره اسانه او مناسب حل
Hotspot؛ په عامه ځایونو کې اسانه اتصال
د افغان ټیليکام Hotspot خدمتونه د هغو کسانو لپاره یو مناسب حل دی چې غواړي په سوداګریزو مرکزونو او عامه ځایونو کې، له اضافي تجهیزاتو پرته، په اسانه توګه انټرنټي او مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
افغان ټیليکام؛ اسانه اتصال، باوري خدمتونه.